غاښونه

دا مجهز یونت د ښځينه او نارينه داکترانو لخوا د غاښونو د مدرن اکسري په لرلوسره د سېمه ایزو خلکو په چوپړ کې دی.

 ورسره په څنګ کې یو څو د غاښونو د درد اسانه درملنې درته په ګوته کوو 

ـ اوګه: د چټک تاثیر لرونکی نبات دی یوه دانه د غاښ د درد په وخت خوله کې میده کړئ تر څو اوبه یې بیمار غاښ ته ورسیږي تاثیر یې وګورئ که مثبت نه وه نو ژر یې بهر وغورځوئ

ـ ترش لیمو: د لیمو اوبه د مالوچ په وسیله درد لرونکي غاښ باندې واچوئ لیمو چې د ویټامین سی لرونکی دی کولای شي د غاښ درد کنټرول کړي

ـ نعنا: تازه او یا هم وچه نعنا را واخلئ په درې ګیلاسه اوبو کې جوش کړئ وروسته یې د نیم ساعت لپاره درې ګیلاسو کې واچوی چې یو څه تړمې شوي نو بیا هر ګیلاس د ۳۰ ثانیو لپاره غړغړه کړئ. په همدې ډول سره تور چای هم د غاښو درد لپاره کارولای شئ

ـ مالګه: په یو ګیلاس جوش اوبو کې یوه قاشوغه مالګه واچوئ نیم ساعت وروسته یې د ۳۰ ثانیو لپاره غړغړه کړئ

 ـ زنجفیل: که تازه زنجفیل مو درلود نو څو څاڅکي اوبه یې د مالوچ پوسیله غاښ باندې کیږدئ، که تازه زنجفیل مو نه درلوده د وچ زنجفیل څخه د نعنا په شان چې طریقه پورته ذکر شوې ګټه واخلئ. د تازه زنجفیل اوبه لږ زیات وخت ته ضرورت لري چې د غاښ درد کنټرول کړي

ـ یخ: څو ټوټې یخ په یو پلاستکي خلطه کې د اوبو د ضایع کیدو په خاطر واچوئ وروسته یې په یوه تکه کې ونغاړئ او پر بیمار غاښ مو د پنځلسو دقیقو لپاره ونیسئ د غاښ درد به مو ارام شي

 ـ کنډ: د میوو لرونکو ونو کنډ یعنې زاوله د یوې قاشوغې په اندازه یو ګیلاس اوبو کې جوش کړئ له ۳۰ دقیقو وروسته یې پنځه یا شپږ ځله غړغړه کړئ د غاښو درد آراموي

 ـ د لونګ غوړي: دوه څاڅکي د لونګ غوړي په یوه مالوچ باندې واچوئ د نیم ساعت او یا هم لږ زیات وخت لپاره یې پر درد لرونکي غاښ کیږدئ که فرض مثال غوړي یې موجود نه وي نو یوه دانه لونګ را واخلئ خوله کې یې په غاښونو باندې ښه میده کړئ بیا یې د بیمار غاښ لورې ته ورنږدې کړئی ترڅو درد یې آرام شي

 ـ پیاز: لومړی د پیاز پوټکی لرې بیا یې اوبه وباسئ یو یا دوه څاڅکې اوبه يې د مالوچ پواسطه پر هغه غاښ کیږدئ چې درد کوي، له پنځلسو دقیقو ترنیم ساعت پورې درد آراموي او خپله  پیاز هم کارولای شئ