ديوانبيګي کلينيک د یو مجهز روغتيايي مرکز په توګه، خپلو هيوادوالو ته په لوړ کيفيت او مناسبه بيه ستندرد او مهم روغتيايي خدموتونه وړاندې کوي.

 

د عمومي داخله ناروغیو څانګه.

په دې څانګه کې د دوه مجربو او متخصصو ډاکټرانو لخوا د هر ډول داخله نارغیو تشخیص او درملنه کیږي. دا څانګه د لویانو ټولې ناروغۍ په خورا ښه ډول او مناسبه توګه چې د خلکو اقتصاد هم پکې په پام کې نیول شوی وي تداوي کوي.

د اطفالو د داخله ناروغیو څانګه.

د نویو زيږېدلو ماشومانو څخه نیولې تر اتلس کلنۍ پورې د ماشومانو د ټولو داخله ناروغیو، د تغذیې، وده او نمو، د نوی زیږېدلو ماشومانو روټین چک آپ، کمخوني، خوارځواکي، د قد ټیتوالی، د شپي لخوا په بستر کې ادرار، اختلاجي حملات، دماغی تأخر او وروسته والۍ او د نورو بېلا بېل انتاني نارغیو تشخیص او درملنه کیږي. 

نسایي- ولادي څانګه او مجهزه ولادت خونه.

د دوو تنو مجربو او متخصصو ښځینه ډاکټرانو لخوا د ښځينه وو  ناروغيو ترڅنګ په مصؤنه ولادت خانه کې نارمل ولادتونه او نور خدمات وړاندې کيږي. دلته به د حاملګې په دوره کې څارنه او مسلکي رهنمائي هم ترسره کيږي.

د غاښونو څانګه.

دا مجهز یونت د ښځينه او نارينه داکترانو لخوا د غاښونو د مدرن اکسري په لرلو سره د سېمه ایزو خلکو په چوپړ کې دی.

التراسوند یا تلویزیوني معاینات.

د حاملګي د ابتدایي تشخیص، د جنین سایز او عمر، د پلاسنتا موقعیت، د جنیونو تعداد، د جنین وضعيت او نورو داخلي رحمي اختلالاتو معلومول او د امنیوتیک مایع تعنیول ترسره کیږي، چې خورا زیات د ناروغانو د قناعت او خوښې وړ ګرځیدلي دي. د یادونې وړ ده چې نارينه ناروغانو ته د نارينه ډاکټرانو لخوا او ښځينه ناروغانو ته د ښځينه ډاکټرانو لخوا تلويزوني معاينات ترسره کيږي.

مجهز لابرتوار.

د وينې مکمل معاینات، هورموني معاينات، د تور او سپین زيړي او ایدز معلومول، د زړه، پانقراس، ينې، معدې، روماتیزم، د معدې میکروب، محرقه، حیواني محرقه، شکر، مرالونو، د وینی غوړ، ګردو او د هغه وایروسونو تشخیص چې د جنین د سقط سبب کیږي او د نسایي ولادي ناروغیو اړونده ټول لابرتواري معاينات ترسره کیږي.

 

د غاښونو اکسرې او د زړه برقي ګراف.

 په دې کلينيک کې د غاښونو اکسرې او د زړه برقي ګراف هم شتون لري.

درملتون.

تاسو کولاى شي د با اعتباره نړيوالو کمپنيو د ښه کيفيت لرونکې درمل تر لاسه کړۍ.

 

 

زموږ روغتون

ولی دیوانبیګی کلینیک؟

باکيفيته روغتيايي خدمات يو شمير آلماني ډاکټران او په اروپا کې ميشت افغان ډاکټران د کلينيک ډاکټرانو ته په خپلو اړوندو څانګو کې ټريننګ (On the Job Training)ورکوي. دغه کار به د خدماتو کيفيت لا نور هم لوړ کړي. په دې کلينيک کې به د هر ناروغ د ثبت او تعقيبولو سيستم (Medical Record) موجود وي، ناروغ به دلته راجستر او يوه دوسيه ولري او ټول اړوند ريکارډ به يې ساتل کيزي، ترڅو د بيا مراجعه کولو پر مهال ورڅخه ګټه واخيستل شي. .کلینيک له خورا ابتدایي طبي خدماتو تر پرمختللو او مزمنو ناروغیو پورې د تشخيص او درملنې علاوه د ناروغانو د پوهاوي په برخه کې هم لازمې مشورې ورکوي، څو دوی د اړوندې ناروغۍ د نوعیت، وقایوي تدابیرو او نورو په اړه کره مالومات ترلاسه کړي چې دا کار د مزمنو ناروغانو د تداوۍ په برخه کې خورا اړین دی