نوی خبرتیا

روغتیا په افغانستان کې

د هېواد په اړه لنډ مالومات

پېژندنه:

د افغانستان اسلامي جمهوریت په وچه پورې تړلی هېواد دی. د آسیا لویې وچې په سوېل کې پروت دی. په دې هېواد کې یو لړ طبیعي ستونزې روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي د محدودیت لامل ګرځېدلې دي، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لپاره. په عمومي توګه په افغانستان کې د ښوونې او  روزنې، روغتیایي خدماتو ته لاسرسي، بنسټیزو زېربناوو او کار په برخو کې تقاضا زیاته شوې ده. د سواد کچه د ښاري او کلیوالي سیمو تر منځ د لوی توپیر په نظر کې نیولو سره د ښځینه طبقې ۱۲ سلنه او د نارینه طبقې ۳۹ سلنه ده. سربېره پر دې، د ۹ مېلیونه په شاوخوا کې افغانان (د هېواد ۳۶ سلنه نفوس) نه شي کولای خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي. د ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۸ کلونو تر منځ د دې هېواد اقتصاد ښه شوی دی او د کلنیو ناخالصه تولیداتو وده په کال کې د ۱۵ سلنه په شاوخوا کې اټکل شوې ده. همداراز په ۲۰۰۷ کال کې د انفلاسیون نرخ یو رقمي عدد ته را ښکته شو. کورني عواید چې په ۲۰۰۲ کال کې له ۴،۷ سلنه ناخالصه تولیداتو څخه وو، په ۲۰۰۸ کال کې ۷ سلنه ته زیات شول.

د روغتیایي وضعیت ارقام

تر ۲۰۰۱ کال پورې روغتیایي سیستم په ډېر ورو شکل د ودې په حال کې وو. په وروستیو لسو کلونو کې د روغیتا په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې د مړینې د سروې د راپور له مخې مهمې پایلې په لاندې جدول کې ښودل شوې دي:

 د زېږون کچه

 ۵.۱

 د کورني تنظیم د نویو میتودونو کارول

 ۲۲٪

 له زېږون مخکې پاملرنه/مراقبت

 ۶۸٪

 د مسلکي کسانو په وسیله زېږون

 ۴۲٪

 له ۵ کالو کم عمره ماشومانو مړینه             (د سوېلی زون په استثنا)

 ۹۷ په ۱۰۰۰ ژوندیو زېږونونو  کې

 د ماشومانو مړینه (د سوېلي زون په استثنا)

 ۷۷ په ۱۰۰۰ ژوندیو زېږونونو  کې

 د مېندو مړینه

 ۳۲۷ په هرو ۱۰۰۰۰۰ ژوندیو   زېږونون کې

 د نارینه وو منځنی عمر

 ۶۲ کاله

 د ښځینه وو منځنی عمر

 ۶۴ کاله

 

منبع: منبع: وزارت صحت عامه، پالیسی تمویل صحت برای افغانستان.

 

زموږ ډاکتران وپیږنئ

د دیوانبیګي کلینیک ته ښه راغلاست

خدمتونه

دغه کلينيک د افغانستان اسلامي طبي ټولنې (ايما) په تخنيکي همکارې پرمخ ځي